سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه تنه ډاکتران د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته او تښتول شوي دي.
د خبر له مخې دغه دوه ډاکتران د تېرې یکشنبې مرغومي ۷ مې په شپه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې له ایمرجنسي کلېنیک نه تښتول شوي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ویلي یو درې وسله وال کسان دغه کلېنک ته ورغلي او د دې په پلمه چې ناروغ یې معاینه کړي له کلېنیک نه باسي او تښتوي یې.
دی وايي، د تښتول شویو ډاکترانو د خلاصون هڅې روانې دي، خو تر اوسه وسله وال کسان نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د هرات ولایت په شپږمه ناحیه کې هم یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21531
الكلمات: